استرالیا د پناه ورکولو قوانین سخت کړي
د استرالیا لومړي وزیر کیون راډ ویلي هېواد به یې د کډوالۍ د نوې تګلارې له مخې نور هغه چاته چې د کښتیو له لارې دغه هېواد ته ورځي، پناه ورنه کړي.
ښاغلي راډ وویل دغه کډوال به د پاپوا نیو ګیني له حکومت سره د هوکړې له مخې کې د یو کال لپاره پاتې شي.
نوموړي زیاته کړه دی مسؤولیت لري چې ډاډمن شي هېواد یې کلک سرحدي امنیتي سیستم لري، او په ورته وخت کې د کډوالو د کانسیون له مخې خپل قانوني مسؤولیتونه تر سره کوي.
نوموړي د نیو ګیني له لومړي وزیر پیټر اونیل سره یو ځای دا اعلان وکړ.




