د ایډز درملنې ته نوې لارې لټول کېږي
روغتیايي نړوال سازمان د ایچ ای وي ناروغۍ د درملنې لپاره نوې لارې چارې معرفي کړي دي.
دغه سازمان وايي، نوې لارې چارې د ایدز له امله د میلیونو کسانو د مړینې مخه نیولی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان وړاندیز کوي چې له دریو ډولو درملو جوړ شوې درمل باید د ایدز ناروغان ته چې ناروغي یې په لومړیو پړاونو کې وي ورکړل شي، هغه مهال، چې د هغو د بدن دفاعي سیسټم لا هم قوي وي.
دغه نوې لارې چارې به په پرمختللو هیوادونو کې د هغو کسانو په شمیر کې زیاتوالی راولي چې د ایدز ناروغۍ سره د مبارزې په موخه درمل کاروي.
د وړاندوینې له مخې دغه شمیر به له ۱۶ میلیونونو، ۲۶ میلیونو ته ورسیږي، خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، درملنه به ګټوره وي.
دغه وړاندیز په مالیزیا کې د ایدز په اړه جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې اعلان شوی.




