د مصر په مهمو ځایونو کې ځواکونه ځای پرځای شوي
د مصر پوځ د راتلونکې یکشنبې په ورځ د لویو پلان شویو مظاهرو نه مخکې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په ګډون په مهمو ځایونو کې ځواکونه ځای پرځای کړي دي.
څو ورځې وړاندې د مصر د دفاع وزیر عبدالفتاح السیسي خبرداری ورکړی و چې پوځ به په هېواد کې د کډوډیو د مخنیوي لپاره مداخله وکړي.
په مصر کې د سیاسي ناآرامیو له امله ګڼ شمېر خلک اړ شوي چې له پلان شویو مظاهرو نه دمخه لومړني خوراکي توکي واخلي.
ویل شوي چې په مظاهرو کې به د ولسمشر محمد مرسي د استعفی ورکولو غوښتنه وشي.




