تخار کې د ځايي چارواکو ضد مظاهرې شوې
د افغانستان شمال تخار نژدې زرو ښاریانو د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو پرضد لاریون کړی.
مظاهره کوونکو سیمه ییز چارواکي د تخار د خلکو پرضد د دسیسې پر جوړولو تورن کړي او د تخار د والي، امنیه قومندان او د امنیت د رییس د سم لاسي لیرې کېدو غوښتنه کوي.
پر همدې مهال، د تخار ولایت کلفګان او بنګي ولسوالیو کې هم ګڼ خلک واټونو ته راوتلي او د موټرو لاره یې بنده کړې ده.
راپورونه وايي، امنیتي ځواکونه له معترضینو سره لاس او ګرېوان شوي او ځینې کسان ټپیان شوي هم دي.




