هند کې سېلابونو ۱۰۰۰ کسان وژلي
د هند په شمالي ايالات اتراکهنډ کې چارواکي وايي دا اوونۍ د تېز سېلاو او خټو ښووېدو له امله د مړو شويو کسانو شمېر ښايي ۱۰۰۰ ته ورسېږي.
تر اوسه پتېيل شوې چې ۶۰۰ کسه مړه شوي دي.
زرګونه کسان لا هم د دغه ايالت په درو کې تر اوبو لاندې او يا هم ورک دي.
سړکونه، پلونه او کورونه په بشپړ ډول سيلاوونو وړي دي.
د ژغورنې چارې د اورښتونو له امله يو څه ځنډنۍ شوي دي.




