"مرسي خپل پلویان والیان کړي"
د مصر ولسمشر محمد مرسي خپل یو شمېر پلویان د والیانو په توګه نومولي دي چې زیاتره کسان دغې چارې ته پر واک د اخوان المسلمین له خوا د منګولو لګولو په سترګه ګوري.
تر ټولو مهمه نومونه د سېلانۍ په مهم مرکز لوکسو کې دی چې والي یې د هغې سخت دریځې ډلې دی چې په ۱۹۹۰ کلونو کې یې پر بهرنیانو مرګوني بریدونه کړي وو.
اوس د ۲۷ ولایتونو له ډلې د د ۱۳ والیان یې د اخوان المسلمین ګوند غړي دي.
داسې راپورونه هم دي چې د دغه ګام په وړاندې د اخوان المسلمین ګوند یوه دفتر ته اور اچول شوی دی.




