'تهران د افغان طالبانو یو پلاوی وربللی'
د ایران نیمه رسمي خبري اژانس وایي تهران د افغان طالبانو یو پلاوی وربللی دی.
د فارس اژانس خبر ورکوي چې د شبنې په ورځ طالبانو د ایران له استخباراتي چارواکو سره خبرې کړې دی.
فارس زیاتوي، پلاوی د قطر له سیاسي دفتره ورغلی و، چې څه موده وړاندې د ولسمشر کرزي له حکومت او طالبانو سره د خبرو لپاره پرانیستل شوی و.
د فارس اژانس نور جزییات نه دي ورکړی او نورو رسنیو د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي.




