ترکی سوداګر د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي يو ترکی سوداګر يې تېره ورځ د يرغمل کوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

د ملي امنيت يوه وياند شفیق الله طاهري وويل دغه سوداګر چې سامع نومېږي لس ورځې وړاندې په کابل کې نامعلومو کسانو يرغمل کړی و.

ښاغلی طاهري وايي د خوشې شوي ترکي سوداګر روغتيايي حالت ښه ارزول شوی دی.

د ښاغلي سامع د تښتولو په تور څوک نه دي نيول شوي.