عراق کې نوی خونړی برید شوی

عراق کې په پرله پسې څلورمه ورځ مرګوني بریدونه شوي چې له امله یې لږ تر لږه اوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په یوې بدې پېښې کې وسله وال په بغداد کې د ترهګرۍ ضد پولیسو افسر کور ته ننوتي او د افسر په ګډون یې پنځه تنه په خوب ویده وژلي دي.

برید داسې مهال کېږي چې په عراق کې سیاستوالو د روانې میاشتې په ترڅ کې د توکمیز تاوتریخوالي تر ټولو بدې ورځې له تېرېدو وروسته د ارامۍ غوښتنه کړې وه.

د جمعې په ورځ د بغداد په شاوخوا کې د دریو بمي بریدونو په ترڅ کې چې د سني مسلمانانو په سمیو کې وشوې لږ تر لږه ۶۰ تنه ووژل شول.