د کینیا له روغتونه ۴۰ عصبي ناروغان تښتېدلي
د کینیا پولیس د هغو څلوېښت تنو عصبي ناروغانو په لټه کې دي چې په پلازمینه نایروبي کې له یو مصون انسټیټیوټ څخه پر ساتونکو له برلاسي کیدو وروسته په تېښه بریالي شوي دي.
د ماتریو په نوم له دغه روغتون څخه ناروغان وروسته له هغه وتښتېدل چې له اویا د زیاتو نارینه ناروغانو له خوا په اعتراض لاس پورې کړ.
پولیس وايي ځینې تښتېدلي ناروغان په تاوتریخوالي کې ټولو ته معلوم و.
دوه کاله وړاندې د بشري حقونو ملاتړو ډلو د کینیا د عقلي او عصبي په تر ټولو ستر روغتون کې د ناسم وضعیت له کبله نېوکه کړې وه.
دغه اعتراضونه وروسته له هغه وشول چې په یو تلویزیوني مستند فلم کې وښودل شول چې یو عقلي او عصبي ناروغ په زندان کې د یو مړي سره یو ځای ولیدل شو.
دغه راز یو شمیر ناروغانو د جنسي تیري او په ډیره زیاته پیمانه د مسکن درملو د کارولو ادعا ګانې هم کړې وې.




