ترکيه کې چاودنې څلور کسه وژلي
په ترکيه کې چارواکي وايي له سوريې سره پر پوله د يوې چاودنې له امله لږ تر لږه څلور کسه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
دغه چاودنه د ريحانلي له ښارګوټي سره نژدې رامنځ ته شوې چې د سوريې له سرحدي لويې پوستې سره يوازې څو کيلو متره واټن لري.
د چاودنې لامل لا نه دی روښانه شوی.




