هندي کشمير کې پاکستانی زنداني ټپي شوی
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې چارواکي وايي يو پاکستان زنداني د نورو بنديانو په يوه بريد کې په سر سخت ټپي شوی دی.
دغه بريد له هغه يوه ورځ وروسته کېږي چې هندي چارواکو په هندي زندانانو کې د پاکستاني بنديانو د امنيت ساتلو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه.
د پنجشنبې په ورځ سربجيت سنګهـ چې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور نيول شوی و، د نورو بنديانو له لوري سخت وهل شوی وو.
د هغه د مړينې مراسم نن په پنجاب کې ترسره کېږي.




