ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو هیلیکوپتر غورځېدلی
د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو یو هیلیکوپتر غورځېدلی او په کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.
د پچیراګام ولسوال میرباز ممتاز بی بی سی ته ویلي، دغه هیلیکوپتر هغه مهال وغورځېد، چې په سیمه کې یې ګزمه کوله خو نوموړي د تلفاتو د شمېر په اړه څه نه و نه ویل.
عینې شاهدانو ویلي هیلیکوپتر له غورځېدو وروسته یې د څو چاودنو غږونه هم اوریدلي دي.




