ولسمشر کرزي پر فراه ځانمرګي بريدونه غندلي
ولسمشر حامد کرزي پر فراه پروني پراخ ځانمرگي بريدونه غندلي او د څېړلو لپاره يې يو پلاوى گومارلى دى.
چارواکي وايي په دغه بريد کې چې ټټر يې طالبانو وهلى، تر ٥٠ ډېر کسان ووژل شول.
د وژل شويو ډېرئ ولسي وگړي دي چې د نهو ځانمرگو په بريدونو کې راگېر شوي وو.
بريد سهار مهال پر يوې ځانمرگې چاودنې پيل شو او ورپسې د امنيتي ځواکونو او اورپکو ترمنځ چې محکمې او حکومتي ودانيو ته ننه وتي وو، د څو ساعتو لپاره ډزې روانې وې.




