کندوز کې طالبانو دوه اربکي قومندانان وژلي
د افغانستان شمالي کندوز ولایت کې د طالبانو یوه برید دوه اربکي قومندانان وژلي دي.
وژل شوي د قومندان حبیب الله او فدا محمد په نومونو یاد شوي دي.
د خان اباد ولسوالۍ په دې برید کې د دوی یو ساتونکی هم وژل شوی او یو بل ټپي دی.
پولیسو ویلي چې دا پېښه کورونو ته ددغو قومندانانو د تګ پرمهال شوې ده.
په یوه بله پېښه کې، د سړک غاړې ماین په چاودنه کې د اربکیانو یو بل مشهور قومندان قدوس چپه ټپي شوی دی.




