برتانیا د افغانستان لوټ شوي لرغون توکي وروسپارل
له افغانستانه سل ګونه غلا شوي لرغوني اثار نن په کابل کې دافغانستان ملي موزیم ته سپارل کیږي.
په دغو اثارو کې، ځینې دبودا د وخت داسې اثار هم شته چې تاریخ یې درې څلور زره کاله پخوا ته رسیږي.
ډیر دغه لرغوني اثار د نولسو سوه نویمې لسیزې د کورنۍ جګړې په اوږدو لوټ شوي وو. په لندن کې یو برتانوي موزیم د دغو اثارو په بشپړه لیږدونه کې مرسته کړې ده.




