زابل: چاودنې امنیه قومندان وژلی
د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار ویلي چې ددغه ولایت د شملزو ولسوالۍ امنیه قومندن شاه خان له خپلو دوو ساتونکو سره یوځای په یوه چاودنه کې وژل شوی.
رسولیار وايي چاودنه د چهار شنبې په ورځ د امنیه قومندان په رینجر ګاډي وشوه.
نوموړی وايي چې په دې چاودنه کې یاد ګاډی کاملاً له منځه تللی دی.
تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې.




