پېښور کې موټر سایکل سپرو د یوې مؤسسې مشره وژلې
د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمه جمروډ کې ناپېژاندو وسله والو د یوې مؤسسې مشره فریده افریدي په ډزو وژلې ده.
ځايي پولیس وايي، په موټر سایکل سپرو کسانو د چارشنبې پر سهار د جمروډ په وانډي کې د سویري په نامه مؤسسې مشره فریده افریدي له کوره ددفتر پر لور په لاره په ډزو وژلې ده.
برید کوونکي په تېښه بریالي شوي.
د سویري ناحکومتي مؤسسې دفتر د پېښور حیات اباد سیمه کې دی.
دغه دفتر خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو او زده کړو په برخه کې فعالیت کوي.




