برما ۴۶ بندیان وبښل
د برما دولتي ټلویزیون وایي ولسمشر تین سین د شپږ څلوېښتو بندیانو د بښنې پرېکړه کړې ده.
د میانمار ورځپاڼو ویلي چې دا پرېکړه پر بشري بناوو او د دغه هېواد د ثبات او ملي روغې جوړې له هڅو سره د مرستې په توګه شوې ده.
دا روښانه نه ده چې په دغو کسانو کې به سیاسي بندیان هم وي که څنګه.




