اندونیزیا ته نژدې د مساپرو یوه بېړۍ ډوبه شوې
د استرالیا چارواکو ویلي اندونیزیا ته نژدې یوه ۱۵۰ مساپر وړونکې بېړۍ ډوبه شوې ده.
دوی وايي، چې دغې بېړۍ د چارشنبې په ګهیځ (جون ۲۷) د ژغورنې یو پیغام استولی دی.
چارواکو دا هم ویلي چې د ډوبې شوې بېړۍ د ژغورلو لپاره یې دوې ژغورندویه بېړۍ استولې دي.
استرالیا د مساپرو د ژغورنې لپاره د سمندري ځواکونو دوې نورې بېړۍ هم استولې دي.
دا په دې وروستیو کې دویمه مساپر وړونکې ډوبه شوې بېړۍ ده چې د کریسمس ټاپو ته څېرمه ډوبېږي.
د تېرې جمعې په ورځ هم یوه مساپر وړونکې بېړۍ له ورته پېښې سره مخامخ شوه، چې ژغورندویه ډول ۱۱۰ مساپر وژغورل او د ۱۷ نورو مساپرو مړي یې وموندل.
د تېرې جمعې ورځې په ډوبه شوې بېړۍ کې ۲۰۰ مسافر سپاره وو، چې د ژغورنې عملیات یې په تېره شنبه پای ته ورسېدل.
هغه ناقانونه مساپر چې هڅه کوي چې ځانونه استرالیا ته ورسوي، معمولاً د کریسمس له ټاپو تېرېږي.
دغه مساپر وړونکې بېړۍ تر ډېره ژغورندویه توکي لري، خو ګڼ مساپر بیا د لامبو په چل نه پوهېږي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ګډون، د سریلانکا، عراق او ایران مساپر د اندونیزیا له لارې استرالیا ته د رسېدو په هڅه کې له مرګونو پېښو سره مخامخ شوي دي.
د ۲۰۱۰ په دسمبر کې شاوخوا ۵۰ مساپر کریسمس ټاپو کې د بېړۍ د ډوبېدو له کبله مړه شول.








