'ډاکټر شکیل اپریدی په ناحقه بندي شوی'
د پاکستاني ډاکتر شکيل اپريدي کورنۍ وايي چې نوموړى په ناحقه په بند محکوم شوی دى.
شکيل اپريدى متحدو ايالاتونو ته د کار له امله په ٣٣ کاله بند محکو شوى.
دوی وايي د پاکستان سترې محکمې ته به مستقيماً اپيل وکړي.
د امرېکا استخباراتي ادارې CIA تېر کال له داکټر اپريدي غوښتي وو چې په ایبټ اباد کې په دروغو د واکسين د تطبيق پروگرام پلى کړي.
ددې پروگرام موخه د DNA يا وراثت د نښو غونډول وه، تر څو د هغو له لارې په هغه ودانۍ کې چې بن لادن اوسېده پېدا کړي چې بن لادن او کورنۍ يې په کې اوسېږي او که نه.
د ډاکتر شکيل په اړه د پاکستان د حکومت پريکړې، اوس د پاکستان او امريکا ترمنځ، ديپلوماتيک تاوتريخوالى زيات کړى.
د امريکا متحده ايالات وايي چې ډاکټر شکيل غلط کار نه دى کړى.




