عراق کې د ایران د اټومي پروګرام پر سر خبرې لا روانې دي
د ایران د اټومي پروګرام پر سر د راټوکیدلې لانجې د ختمولو لپاره خبرې اترې به نن په دوهمه ورځ هم روانې وي.
د چهارشنبې په ورځ (د مۍ ۲۳) په بغداد کې د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو او جرمني دیپلوماتان یوې موافقې ته په رسیدلو کې پاتې راغله.
د اروپایې ټولنې چارواکي وایي دغو دیپلوماتانو ایران ته وړاندیز کړی چې د منځنۍ کچې بډای شویو یورانیمو چې د اټومي وسلو په جوړولو کې کارول کیږي، د تولید پر بندولو موافقه وکړي.
ایران ټینګار کوي چې د یورانیمو د بډاینې پروګرام یې حق دی.
دوی د یوه پراخ او بشپړ تړون غوښټنه کړې .




