هرات کې درې قومي مشران په ډزو وژل شوي
د افغانستان په لویدیځ هرات کې چارواکي وايي، د دغه ولایت په د شینډنډ په ولسوالۍ کې د ناپيژاندو وسله والو درې قومي مشران په ډزو وژلي دي.
چارواکي وايي، برید کوونکي پر موټرسایکل سپاره وو او له برید وروسته په تېښته بریالي شوي.
چا د برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.




