اولمرت: اوس پر ایران د برید وخت نه دی
د اسراییلو مخکني لومړي وزیر ایهود اولمرت ویلي، چې لاهم پر ایران د پوځي برید کولو ته وخت پاتې دی.
نوموړی چې له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۹ پورې د اسرایلو لومړی وزیر و، د یکشنبې په ورځ له نیویارکه د اسراییلو له ۱۰ چینل سره په خبرو کې دا څرګندونې کړې دي.
ښاغلي اولمرت ویلي: ''اوسمهال داسې دلیل نه شته چې پر ایران د برید په اړه وغږېږو... خو دقیقاً اوس اسراییل باید پر ایران د پوځي برید لپاره مټې راونه نغاړي.''
د موساد (اسراییلو د استخباراتو) مخکني رییس میر داګان ویلي چې پر ایران د برید وخت نه دی.
اسراییلي چارواکو، په تېره بیا لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر ایهود بارک په وروستیو میاشتو کې پر ایران د برید شونتیا په ډاګه کړې وه.
خو د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر پر دې اړه د مخکنیو چارواکو نیوکې رد کړې دي.




