اقتصادي نابرابري خلک ډيره احساسوي

د بي بي سي د نړیوالو خپرونو د څانګې لپاره یوه نوې سروې ښيي چې په تېرو دریو کلونو کې د اقتصادي نابرابرۍ په اړه د خلکو احساس لا ډېر شوی دی.

د ګلوب سکین شرکت له خوا دغه ترسره شوې سروې په ٢٠ هېوادونو کې شوې، چې په ١٧ کې یې ډیری خلک باور لر د دوی په هېواد کې اقتصادي ګټې او تاوانونه په برابر ډول نه دي ویشل شوي.

د دغې سروې له لارې له نژدې ١٢ زرو کسانو څخه پوښتنې شوې دي.