عراقي کردانو د تېلو د تولید ځنډولو ګواښ وکړ

د عراق په شمال کې د کرد مېشتې سیمې خلک وايي، د بغداد له مرکزي حکومت سره یې د اړیکو د خرابېد له امله خپل د تېلو تولید ځنډوي.

کوردان وايي، د تېلو تولید ځکه ځنډوي، چې په تېرو لسو میاشتو کې بغداد د کمپينو کارکونکو ته په دغه سیمه کې د پيسو په ورکولو کې پاتې راغلی.

دغه نیمه خپلواکه سیمه یوسل او پنځوس زره بیرله تېل په ورځ کې تولیدوي.

بغداد او کردان له ډېرې مودې راهیسې بهرنیو کمپنیو ته د تېلو د تولید په ورکړې او له دې درکه د پيسو پر وېش سره وېشلي دي.