تایلنډ کې بمي چاودنو پنځه کسان وژلي
د تایلنډ چارواکو ویلي، د هېواد په سوېلي یالا سیمه کې درو خونړیو چاودنو لږترلږه پنځه کسان وژلي دي.
د یالا والي ویلي، هره چاودنې له مخکنۍ هغې لس دقیقې وروسته شوې ده.
نوموړي ویلي، چې دوه چاودنې پر موټر سایکلونو د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې او درېیمه هغه یې په یوه ګاډې کې شوې ده.




