جاپان درې زندانيان اعدام کړل
په جاپان کې تر شاوخوا یو نیم کال وروسته لومړی ځل کسان اعدام شوي دي.
د جاپان د عدلیې وزارت وايي درې تنه په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي چې یو تن یې د اورګاډي په تم ځای کې د پنځو کسانو په وژنې تورن وو.
دا مهال په جاپان کې تر سلو ډېر جاپانیان د اعدام په سزا محکوم شوي دي چې لا حکم نه دی پر پلی شوی.




