چين د اعدام شويو د بدن غړو پر ايستلو فکر کوي
چین د پنځو کلونو یو مهال ویش ټاکلی چې په دې ترڅ کې باید د هغو بندیانو چې اعدام شوي د بدن د غړو ایستل ختم شي.
د چین د روغتیا لوړپوړي چارواکي وایې د بدن د نویو غړو د ځای پر ځای کولو لپاره به د ورکړې یو ملي سیستم معرفي کړي .
چین هڅه کوي د بدن د غړو د ورکړې په برخه کې پر زندانیانو خپله اتکا کمه کړي.
په دغه هیواد کې د بدن د غړو ورکوونکي لږ شوي دي ، ځکه دوی باور لري چې د مړي بدن باید په بشپړ ډول ښخ شي.
چین دغه راز د بندیانو د بدن غړي له روغتیایې اړخه هم نورو ته د ورکولو لپاره مناسب نه بولي.




