BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:22 گرينويچ 2007 ,15 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کارگو٢٠٠ !بېسارى روسي فلم

سينما
ويلاديميرکوليسټيکوف چې د يوې سترې تلويزوني شبکې يانې (( اين،ټي،وي )) مشر دى وايي چې ښايي دوى د خپل تلويزون په څپو کې ددغه فلم د ښوولو ميړانه ونه لري.

يو داسې روسى فلم په مسکوکې نندارې ته وړاندې شو چې د پخواني شوروي اتحاد په تياره گوټونو رڼا اچوي.

له دې سره سره چې دغه فلم د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شو خو د روسيې لويې تلويزوني شبکې يې لا د خپرولو نيت نه لري.

سانسورونکې ادارې وايي چې يواځې هغه خلک بايد د فلم د ليدو اجازه ولري چې عمرونه يې يو ويشت کلنۍ ته رسيدلي دي.

((کارگو ٢٠٠)) نومى فلم د سرو لښکرو د هغو سرتيرو داستان دى چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

فلم د سړي تښتونې اود يوې داسې قانوني ولکې کيسه ده چې فساد په کې لوړې کچې ته رسيدلې دى
.

او دا په ١٩٨٤ کال کې هغه وخت دى چې شوروي اتحاد ړنگ شوى نه وو او سرتيري يې لا په افغانستان کې جنگيدل.

فلم د جنسي تيري او شکنجې صحنې هم لري.

سانسورونکو سرچينو ويلي دي چې يواځې هغه کسان بايد په سينماگانو کې د فلم ليدو ته ورشي چې عمرونه يې تر يويشت کلنۍ پورته دي.

دکارگو ٢٠٠ نوم چې له افغانستان څخه د مړو د ليږدونکوالوتکو لپاره کاريده اوس يې د الکس بالابانوف په لارښونه فلمي بڼه غوره کړې ده.

نوموړي د ياد شوي فلم انټرنيټ پاڼې ته ويلي دي چې هغه د شوروي اتحاد د نسکوريدو په اړه د يو بې ساري او ستونزمن فلم جوړول غوښتل .
خو داسې ښکاري چې دا فلم به ځينو کتونکو ته بې کچې ستونزمن وي.

ويلاديميرکوليسټيکوف چې د يوې سترې تلويزوني شبکې يانې (( اين،ټي،وي )) مشر دى وايي چې ښايي دوى د خپل تلويزون په څپو کې ددغه فلم د ښوولو ميړانه ونه لري.

ويل کيږي چې په فلمونو کې د شوروي د اتحاد د پېر انځورول يو ستونزمن کاردى.
د عامه وگړو هغه نظرونه چې وروسته به اخستل کيږي دا په ډاگه کړي چې ولې د ((کارگو ٢٠٠)) نومي فلم نندارې ته وړاندې کول له دومره ستونزو سره مخامخ دي.

د روسې ولسمشر ولاديمير پوتين له مخکې څخه د شوروي اتحاد نسکوريدل د مځکې پر مخ ددې پيړۍ تر ټولو ستر ناورين بللى دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت