BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:19 گرينويچ 2006 ,15 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
"هيله لرم په پاکستان کې فلم جوړ کړم " عا مر خان

امير خان
عامر خان د ٢٠٠١ ميلادي کال د اوسکار جايزه هم گټلى
عامر خان له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل که چيرې د فلم کيسه ورته په زړه پورې وي نو دى غواړى په پاکستاني فلم کې کار وکړي.

عامر خان وويل: " پاکستان او هندوستان کې ډير ښه استعدادونه شته ، زما په فکر د دواړو هيوادونو استعدادونه بايد سره يوځاى شي او په نړې کې ټول اوريدونکي او کتونکي پخپلو نندارو خوشحال کړي".

د ١٩٦٥ ميلادى کال راهيسې په پاکستاني سنيماوو کې د هندي فلمونو په ښودلو بنديز وو او لږه موده کيږي چې د ښودلو اجازه ورکړل شوي.

عامر خان د کوچنيوالي څخه په فلمونو کې ونډه لرله ځکه په يوې داسې کورنۍ کې زيږيدلى چې د فلمې صنعت سره تړاو لري.

 په عراق د امريکا يرغل يو ناروا عمل وو
عامر خان

د عامر خان لمړنى فلم "يادو کې بارات (د يادونو ډولۍ )" نوميږي دا فلم په ١٩٧٣ ميلادي کال کې د ده پلار جوړ کړى و.

دوه څلوېښت کلن امير خان چې له درى لسيزو راهيسې په فلمونو کې ونډه لري د هند د باليووډ يو نامتو او کامياب ستورى دى چې د ٢٠٠١ ميلادي کال د اوسکار جايزه يې په "لگان (ماليه)" فلم کې د ښې ونډې وروسته گټلې.

د عامر خان نوي فلم چې "رنگ دي بسنتى" نوميږى د يو معاصره وطن پال کيسه ده. دا هم د لوړو فلمونو څخه نومول شوى.

د گجرات تاوتريخوالى

عامر خان د گجرات په ښار کې د وروستي مذهبي تاوتريخوالي او د هغو مسلمانانو وژنه وغندله چې په لاريون کې د پوليسو به ډزو وژل شوى وو.

عامر خان په چارواکو نيوکه کړې وه او دا تاوتريخوالى يې د چارواکو ناکامي بللې وه. ده زياته کړه زما په فکر دا ډېره د خواشينۍ خبره ده ځکه چې څو کاله وړاندې هم همداسې يو تاوتريخوالى را منځ ته شوى و نو چارواکي ولې د داسې پيښو مخنيوى نشي کولى چې ډير بې گناه خلک په کې وژل کيږى . د ا اهميت نه لري چې هغه د کوم مذهب سره تړاو لري دوي ټول يو ډول انسانان دي.

د متحده ايالتونو تگلاره

عامر خان وايي ولسمشر بوش يې نه خوښيږي او زياتوي چې په عراق د امريکا يرغل يو ناروا عمل وو. عامر خان زياتوي: " فکر کوم هغه څه چې ولسمشر بوش يې کوي بيخي غلط دي، زما په نظر د عراق خلک چې هر څه غواړي پريکړه يې بايد عراقيان پخپله وکړي نه بهرني ځواکونه".

امريکا په عراق له دې ا مله يرغل وکړ چې گواکې صدام حسين د پراخې تباهۍ وسلې لرلې خو اوس ټولو ته په ډاگه شوه چې دا درواغ وو.

د مې په ٢٦ مه نيټه د عامر خان وروستى فلم "فنا" په سينماوو کې ښوول کيږي. پدې فلم کې د هندي فلم وتلي ستوري "کاجل" مرکزي رول لوبولى دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت