|
دهاليوډ ستوري خپل کالج ته پيسې ورکړې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دهاليود مخکيني ستوري پال نيومن له هغه کالج سره ١٠ مليونه ډالره مرسته کړې چې زده کړې يې په کې کړي دي . ٨٢ کلن نيومن اوس په فلمونو کې کار نه کوي او له پخوانۍ دندې سره يې چې څو لسيزې يې په کې کار کړى دى خداى په اماني کړې ده . ده په ١٩٤٩ زيږدي کال د کينين په کالج کې د ډرامې او ټولنيزو چارو په برخه کې زده کړې وکړې . له دې وروسته به د نوموړي د مرستې په برکت هر کال ٢٠ زده کونکي له همدې څانگې څخه فارغيږي اوعلمي سند به يې د (( نيومنز اون سکالرز )) په نامه ياديږي . ددغې مرستې پر مهال پال نيومن وويل ، ده پتيېلې وه چې اړمن زده کونکي د لوړو زده کړو د تر سره کولو لپاره ورته مرستو ته اړتيا لري او دى به خپلې ټولې هڅې پکار واچوي چې دوى سره مرسته وکړي . ښاغلي نيومن په تيرو وختونو کې هم له خپل کالج سره مرسته کړې ده او د مرستو دا لړۍ له ١٩٥٨ زيږدي کال راهيسې پيل شوې ده . نوموړى د کالج وخت او دغلته د زده کړې پېر د خپل ژوند تر گردو خوشاله شيبې گڼي . پال نيومن ٩ ځلې د اسکر دجايزې د گټلو لپاره نومول شوى دى . ده له دې وړاندې هم ١٥٥ مليونه ډالره مرستندويه ټولنو ته ورکړي دي چې د نړۍ پر اړمنو خلکو يې وويشي | ورسره تړلي نور خبرونه د اميتابچن زوى له ايشورايا سره کوژده وکړه15 جنوري, 2007 | خبرونه د هاليوډ ستورى له ناقانونه درملو سره 25 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||