|
د اميتابچن زوى له ايشورايا سره کوژده وکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د نړۍ د ښکلا پخوانۍ ملکې او د هندي فلمي صنعت وتلې لوبغاړې اېشورايا راى د يوۀ بل فلمي ستوري ابيشيک بچن سره کوژده وکړه . ابيشيک دهندي فلمي صنعت د تر ټولو مشهور لوبغاړي اميتابچن زوى دى . د ميرمن راى سيکرتر هري سينگ بي بي سي ته وويل چې د دغو دوو ستورو د کوژدې مراسم په ممبۍ ( پخوانۍ بمبۍ ) کې د اېشورايا په کور کې ترسره شول . له دغه اعلان سره هغه پرله پسې گنگوسې ختمې شوې چې ويل يې دغه دوه ستوري څرنگه دومره سره نژدې دي . د دوى دوو د نژدې کيدو په باب هغه وخت گنگوسې په ډيريدو شوې چې دوه مياشتې وړاندې په گډه د هندوانو يوۀ معبد ته د تلو پر وخت وليدل شول . له بي بي سي سره په خبرو کې هيري سينگ وويل د کوژدې پر وخت د دواړو ستوريو کورنۍ او دوستان په مېلمنو کې ناست وو . دغه وروستۍ خبره په داسې وخت کې شوې چې د هلک او نجلۍ دواړو کورنۍ د کوژدې له مراسمو وروسته لا هم پټه خولۀ دي او په دې اړه هيڅ نه وايي . هندي تلويزيونونو د ښاغلي بچن د کور دباندې گڼ شمير خلک ښکاره کړي چې د فلمي ستوريو د ليدو په تمه ولاړ و . ميرمن راى د هندي فلمي صنعت يوه له وتليو ستوريو څخه گڼل کيږي چې په گڼ شمير وتليو فلمونو کې يې د ستورې څيره لوبولې ده .
ابيشيک بچن هم په تيرو څو کلونو کې په گڼو فلمونو کې د ستوري رول لوبولى او يوې برتانوي ورځپاڼې له جنسي پلوه د تير کال لپاره د اسيا تر ټولو زړۀ راکښونکى هلک نومولى دى . دوى دواړو په گڼو فلمونو کې يو ځاى کار کړى دى . خو په تيرو کلونو کې داسې گنگوسې وې چې ښايي ميرمن راى له نورو فلمي ستورو لکه سلمان خان سره ښايي وادۀ وکړي . ابيشيک بچن پخوا له يوې بلې فلمي ستورې کرئسما کپور سره کوژده کړې وه خو د کوژدې شپې ورځې يې تلپاتې نه وې او تر وادۀ وړاندې سره جلا شول . | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان له هنده د يوۀ فلم پلټنه غوښتې05 جنوري, 2007 | خبرونه د هندي فلمي ستوري په کور کې ډزې وشوې16 اگست, 2006 | خبرونه د " فنا" د نندارې لپاره له سترې محكمې مرسته 05 جون, 2006 | خبرونه "هيله لرم په پاکستان کې فلم جوړ کړم " عا مر خان 15 مۍ, 2006 | خبرونه راجكمار د ۷۷ كلونو په عمر ومړ 13 اپريل, 2006 | خبرونه ناروغيو هندي فلمي صنعت زيانمن کړى09 فبروري, 2006 | خبرونه هندي فلمونه بيا په افغانستان کې ډکيږي02 فبروري, 2006 | خبرونه هندي فلم سره مينه په زياتيدو ده18 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||