|
د هندي فلمي ستوري په کور کې ډزې وشوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هند د سينما د وتلي فلمي ستوري شاه رخ خان د کور يو ساتونکى هغه مهال د ممبى ښار د پوليسو له خوا ونيول شو چې ويل کيږي د ښاغلي خان يو بل ساتونکى يې په کورکې دننه په ډزو وواژه. شاه رخ خان په کور کې دننه و چې نن سهار وختي د ده له کوره د ډزو غږ واوريدل شو. د ښاغلي خان د کور په گاونډ کې ساتونکي وايي لومړى يې د دوو ساتونکو تر منځ د شخړې غږ واوريده چې وروسته بيا يوۀ پر بل ډز وکړ. شاه رخ خان لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. د شاه رخ خان نوم له ١٩٨٠ مو کلونو چې دى د (( فوجي ))په نوم ټلويزيوني سيريال او د دريځ (ستيج) د سر په نندارو کې څرگند شو بيا تر اوسه په هندي کورنيو او د هندي فلمونو په کتوونکو کې خورا مشهور دى . له خپل لومړي فلم يعنې ١٩٩٢ کاله را پدې خوا شاه رخ خان د باليووډ د فلمي نړۍ د وتلو ستورو په لومړي کتار کې راځي. شاه رخ خان تر ٥٠ ډيرو فلمونو کې کار کړى، په ميليونونو مينه وال يې پيدا کړي. ده په ښو، بدو، رومانټيکو (د مينې)، بورانکاري او لنډه دا چې بيلابيلو رولونو کې کار کړى، آن دا چې کله کله خو د تاريخي شخصيتونو په څيرې کې هم د سينما پر پردې را څرگند شوى. شاه رخ خان د هندي فلمونو د پروډيوسر (جوړونکي) دنده هم تر سره کړې چې په دې لړ کې يې د ٢٠٠٤ کال د هند تر ټولو ارزښتمنه جايزه پادمشري خپله کړه. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||