|
راجكمار د ۷۷ كلونو په عمر ومړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هندي د سينما يو ستوري چې په تېرو ۵ لسيزو كې يې له ۲۰۰ څخه په زياتو فلمونو كې كار كړى و د ۷۷ كالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې كړي. راجكمار چې په سويلي هند كې تر ټولو زيات مشهور فلمي ستورى و د زړه په ناروغۍ اخته او په بنګلور كې ومړ. راجكمار په فلمونو كې د طلاى سړي رول لوبولى و. هغه دومره مينه وال درلودل چې حساب يې نه كېده . ځينې ځوانانو چې په هند كې ښې جامې واغوند ي نو نجونې ب په ټوكو كې ورته وايي چې د راجكمار په څير ښكلى ښكارې . هغه په دې وروستيو كې له فلمونو لاس اخيستى و خو په سويلي هند كې تر ټولو محبوب شخصيت پاتې شوى دى. د هغه مينه وال چې هغه به يې د انايار يا مشر ورور په توګه ياداو د غمرازۍ د ښكاره كولو لپاره د هغه په كور كې راتول شوي دي. د بي بي سي خبريال حبيب بيري په بنګلور كې وايي چې د كمار له مړينې وروسته په سويلي ايالت كرناټاكا كې زياته ناكراري رامنځه شوې ده . زمونږ خبريال وايي بنګلور چې د هند د تيكنالوجۍ يو ستر مركز بلل كيږي د هغه له مرګه وروسته نږدې تړل شوى دى. هغه وايي چې د كاڼو د و يشتلو د زياتو پيښو راپور وركړل شوى دى خو پوليس وايي چې حالات د ولكې لاندې دي . د خلاصو ن پيسې : د راجكمار ځوى راګويندرا چې هم يو فلمي لوبغاړى دى وايي چې د هغه پلار په دې وروستيو كې د خپل مشر ورور د مړينې له امله د زيات فشار لاندې و. نوموړى له خپل كور څخه چې د تاميل ناډو په ګنجانور سيمه كې پروت دى د ۲۰۰۰كال د جولايي په مياشت كې د يوي مشهوره او بدنامې داړه مارې ډلې ويراپن له خوا د خپلې كورنۍ له درې غړو سره تښتول شوى و. د هغه تښتونې په ګاونډي ايالت كې چې د هغه ټاټوبى ګڼل كيږي سخت لاريونونه را وپارول چې په ترڅ كې يې لاريون كونكو د هغه سملاسي خلاصون غوښته. راجكمار د سويلي هند په ځنګلونو كې د څو اونيو له تيرولو وروسته د ويراپن له منګلو وژغورل شو. ځايي خبريالان وايي چې كه څه هم راجكمار له دې خبرې ا نكار كاوه خو د هغه د خوشي كېدو لپاره خلكو زياتې پيسې پرې كړې ويراپن د تاميليانو يو خپل سرى اتل وه چې په ۲۰۰۴ كال كې د پوليسو له خو ووژل شو . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||