|
د " فنا" د نندارې لپاره له سترې محكمې مرسته | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هند سترى محکمى د دوشنبى په ورځ د دې هېواد په لويديځه برخه کې د سينما گانود امنيت لپاره د پوليس د ورکولو غوښتنه ونه منله. ټاکل شوي وه چې پدې سينماگانو کې هغه فلم و ښودل شي چې د فلم د ستوري نظريو يې ځايي سياستوال په قهر کړي دي. فلم جوړونكي مهيش بټ د يو غوښتونليك په ترڅ كې د باليوډ د نوميالي ستوري عامر خان د لانجمن فلم (( فنا )) پر نندارې د بنديز په وړاندې د هند له سترې محمكې غوښتي دي چې د ګجرات په ايالت كې ددغه فلم د خپراوي په لار كې راولاړ شوي خنډونه ليرې كړي . سترې محكمې د ښاغلي بټ غوښتنې ته د اوريدو وخت وركړى اوله نوموړي څخه يې په دې برخه كې د ځينې لاسوندونو غوښتنه كړې ده . ښاغلي بټ په دې غوښتونليك كې د ګجرات په ايالت كې د(( فنا )) د سوله ييزې نندارې لپاره د پوليسو مرسته غوښتې ده. ددغه فلم د نندارې په وړاندې ځكه يو شمير خلك د ګجرات په ايالت كې راپورته شوي دي چې ښاغلي خان په ډاګه د اوبو د هغه بند پر ودانولو نيوكې كړې دي چې ټاكل شوې ده په دغه ايالت كې جوړ شي . ده وويل چې داوبو ددغه بند په جوړولو سره به په زرګونو خلك بې كوره شي . د اوبو دبند ملاتړي اوس نه غواړي چې په ګجرات كې د عامر خان دغه فلم نندارې ته وړاندې شي . دغو خلكو ګواښنه كړې چې د (( فنا )) فلم د خپرولو په وړاندې به لاريونونه وكړي . مهيش بټ له بي بي سي سره په خبرو كې د(( فنا )) د فلم د نندارې په وړاندې راولاړ شوي خنډونه د وينا پرازادۍ تيرى وباله . ښاغلي بټ دهند له سترې محكمې څخه دغه غوښتنه د ګجرات د يوې نادولتي ټولنې (( جن سنګهرش سميتي ))په ملتيا كړې ده . ده وويل چې دى هيڅكله د يو غلي نندارچي بڼه نشې خپلولى . د باليوډ دې وتلې فلم جوړونكي زياته كړه چې عامر خان په دې مساله كې يوازې نشې ليدلى خو دا يادونه يې هم وكړه چې كه څه هم له ښاغلي خان سره يې اړيكي د ډير وخت راهيسې خراب شوي دي . د (( غلام )) په نامه د يو فلم پر سر د ستوري عامر خان او مهيش بټ ترمنځ اختلاف رامنځته شوى وو چې له كبله يې د ډير وخت راهيسې د دواړو اړيكي خړ پړ دي . عامر خان له بي بي سي سره په وروستۍ مركه كې د هند د ګجرات په ايالت كې پر سيمه ييزو تاوتريخوالو هم نيوكې كړې وې. ځينې خلك دا پر سيمه ييز حكومت (( بي جي پي )) د عامر خان نيوكې بولي او زياتوي چې دده دغوخبرو د (( فنا )) د نندارې په وړاندې ګونديز احساسات راپورته كړي دي . كه څه هم سيمه ييز حكومت په رسمي توګه د (( فنا )) د نندارې په وړاندې غبرګون نه دى ښولى خو هغه ډله چې ددغه فلم د نندارې په خلاف راپورته شوې ده ،مشري يې د ګجرات وزير اعلا نريندر مودي كوي . د باليوډ يو بل فلم جوړونكي رومي جعفري وويل چې عامر خان مسلمان دى او له دې كبله د ګجرات بنسټپاله هندوان د هغه د فلم د نندارې مخالفت كوي . د (( فنا )) كيسه : (( فنا )) د يوې ړندې انجلۍ د مينې كيسه كوي .ددې فلم مركزي رول عامر خان او كاجول لوبولى دى. فلم د يو ې كشميرۍ پيغلې د مينې كيسه كوي چې زوني علي بيګ (( كاجول )) نوميږي . زوني د ريحان د في البد يهه شاعرۍ او ټپو د اورولو تر اغيز لاندې راځي او په زړه كې يې د هغه په وړاندې مينه راپيدا كيږي . كه څه هم د زوني علي په نامه د كشيمري انجلۍ سترګې څه نه ويني خو احساس يې دا وي چې هغه څه موندلي دي چې دا يې په لټه كې وه . خو ددې ملګرې فاطمه دا بيا بيا له ريحان سره له ليدو كاتو منعه كوي ځكه چې ريحان په هره خبر نجونو ته سترګك وهيي . ريحان بيا د زوني علي د سترګو درملنه كوي او له جوړيدو وروسته يې له ژوند څخه پوپنا شي. د فلم لارښود كنال كوهلې هڅه كړې چې په ښايسته ډول د مينې دغه ښكلي انځورونه د (( فنا )) په نامه فلم كې راټول كړي . | ورسره تړلي نور خبرونه "هيله لرم په پاکستان کې فلم جوړ کړم " ا مير خان 15 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||