BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:44 گرينويچ 2007 ,05 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان له هنده د يوۀ فلم پلټنه غوښتې

فلم
څو ورځې وړاندې د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت په دغه هيواد کې د کابل ايکسپريس فلم پر خپريدا بنديز ولگاوۀ .
د افغانستان دويم مرستيال ولسمشر د باليووډ د يوۀ فلم په باب د هند له حکومت څخه د پلټنو غوښتنه وکړه . د دۀ په وينا دغه فلم د افغان ولس سپکاوى کړى دى.

د کابل ايکسپريس په نامۀ يادېدونکى دغه فلم په دې وروستيو کې هندي فلم جوړونکو خپور کړى دى .

په کابل کې د جمعې تر لمانځۀ وروسته په يوۀ جومات کې د غونډې پر وخت هزاره توکمو سياسي مشرانو دغه فلم وغاندۀ او غوښتنه يې وکړه چې بايد جوړونکي او کارکوونکي يې محاکمه شي .

په دغې غونډې کې چې د جمعې له لمانځه وروسته د کابل د يوې شعيه مېشتې سيمې په يوۀ جومات کې جوړه شوې وه په سلگونو کسانو برخه لرله. مرستيال ولسمشر کريم خليلي غونډې ته د خبرو پر مهال د کابل ايکسپرس فلم نه يوازې هزاره توکم ته بلکې د افغانستان ټولو اوسيدونکو ته سپکاوى وگاڼۀ او د هند له حکومته يې وغوښتل چې د دغه جوړشوي فلم د څرنگوالي په اړه دې څيړنې وکړي.

ښاغلي خليلي ادعا وکړه د افغانستان دښمنان غواړي چې د دا ډول فلمونو په جوړولو د يوم قوم احساسات را وپاوروي او افغانستان يو ځل بيا د ستونزو گړنگ ته وغورځوي.

ښاغلي خليلي د کوم ځانگړي کس يا ډلې نوم وا نه خيست خو دايې په ډاگه کړه چې د دۀ په وينا په دې پروگرام کې د هغوکسانو لاس دى چې د ترهگرۍ تر شا ولاړ دي. ښاغلي خليلي د کابل ايکسپريس ډايلوگ له سپکاوۍ ډک وبالۀ .

د غونډې په پاى کې يو پريکړه ليک هم صادر شو چې پکې دافعانستان له سترې محکمې، لويې څارنوالۍ او ځينو نورو ادارو غوښتل شوي و چې د جوړونکو او کارکوونکو تر څنگ دې په ځانگړي توگه د فلم لۀ يوۀ تن افغان لوبغاړي حنيف همگام څخه پوښتنې گروېږنې وشي چې د دوى په وينا يې د فلم اصلي ډيالوگ ويلى دى.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت په دغه هيواد کې د کابل ايکسپريس فلم پر خپريدا بنديز ولگاوۀ .

د افغانستان په باب د طالبانو له نسکوريدو راهيسته گڼ شمير فلمونه جوړ شوي دي چې بيلا بيلو ډلو ځانته سپکاوى بللى دى خو دا لومړى ځل دى چې په لويه کچه د يوۀ فلم غندنه کيږي او په افغانستان کې پرې بنديز لگيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت