|
په کابل کې لومړي کمپيوټري کارتوني فلم جوړ شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په لمړي ځل لپاره کمپيوټر ي افغاني کارتوني فلم جوړ شوى. د فلم اصلي داستان د اساسي قانون پر مادو او دهغه پر پلي کولو څرخي. په دغه کارتوني فلم کې هځه شوې خلک پوه کړي چې ددوئ حقونه څه دي. ډيره جالبه بريښي چې د لمړي ځل لپاره د کمپيوټر په مټ جوړ شوى افغاني کارتوني فلم نندارې ته وړاندې کيږي. په دغه فلم کې انځورونه، کسان، موټرونه او خبرې له رښتني افغاني ژوند سره تر ډيرې کچې سمون لري. ډيرى کارټوني فلمونه ماشومانو ته د زدکړې په موخه جوړيږي، خو دا فلم تر ډيره بريده ماشومانو ته نه بلکه مشرانو ته د مالوماتو د ورکړې لپاره جوړ شوى. د اساسي قانون د مادو بيانول، انساني کرامت او د نورو د حقونو په پام کې نيول د دغه فلم بنسټ جوړوي. د فلم لگښت د امريکي د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې USAID له خوا د افغانستان د عدلي او قضايي چارو د پروژې په چوکاټ کې ورکول کيږي چې د FKH د خبري رسنۍ د موسسې له خوا انځوريز شوى. افغانستان کې د USAID د عدلي او قضايي چارو د پروژې سلاکار جان وډلر وويل افغانان بايد د استوگنې له خپلو حقونو نه خبر کړاى شي او په دې ډگر کې د کارتوني فلمونو جوړول ډير اغيزمن پريوځي. د دغه کارټوني فلم لمړۍ برخه ٨ دقيقې ده چې په پنځوسو ورځو کې جوړ شوى. انځورونه يې ډير عادي او سوکه نه خوځي، ځکه له تخنيکي پلوه دوه انځوريز دى، کټ مټ افغاني چاپيريال نه ښيي، د گړدود لهجې له پلوه هم تيروتنې لري، خو مفهوم په آسانۍ رسوي او نوښت بلل کيداى شي. کارټوني فلمونه نه يوازې ماشومانو کې په مشرانو کې هم مينه وال لري، د بيلگې په توگه د هاليووډ له خوا جوړ شوى د پيشو او موږک يا Tom and jerry کارټوني فلم گڼ شمير مشران هم په مينه گوري | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||