|
د افغان فلم د يوې ښځينه ستورې كور په رڼا ورځ غلو لوټ كړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغان فلم د يوې ممثلې نسيمې كور د مزار شريف په ښار كې د پوليسو يوې امنيتي پوستې ته څيرمه په رڼا ورځ غلو لوټلى دى . د بلخ پوليسو وويل چې لا يې څوك په دې تور نه دي نيولي خو وايي چې سختې پلټنې يې روانې دي چې د غلو پل څرګند كړي . د بلخ د پوليسو د جنايي څانګې مرستيال عبدالكريم وويل چې تيره ورځ ددې په كور كې څوك نه ؤ او ددغې ممثلې كور پر ټكنده غرمه د ناپيژندل شو كسانو له خوا لوټل شوى دى چې زيات شمير ګاڼې او سره زر يې ددې له كوره وړي دي . نسيمې هم د بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې غلو د كور د نورو توكو سربيره ددې او د لور ګاڼې او يو څه سره زر وړي دي چې بيه يې ددې په وينا نژدې درې زره ډالرو ته رسيدله . دې وويل چې تيره ورځ دوى له كوره وتلي ؤ چې كله بيا راوګرځيدل د كور قلف يې مات ؤ او غلو يې د كور شته لوټلي وو . نسيمه چې له اتلس كلونو راهيسې په افغان فلم كې كار كوي د ډاكټر نجيب الله له واكمنۍ وروسته چې په كابل كې كورنۍ جګړې پيل شوې مزار شريف ته راوليږدله او د تفحصاتو په ښارګوټي كې چې د پوليسو يوه پوسته يې امنيت په غاړه لري ژوند خپل كړ . دې تر اوسه پورې په دوه ويشت افغاني فلمونو كې ونډه لرلې ده او سم لاسي يې درې فلمونه د ډكولو په حال كې دي . اغلې نسيمه د افغان سينما او تياټر د ګوتو په شمار ممثلينو كې راځي چې د افغانستان ددودپالې ټولنې بنديزونو ته په پام سره په فلمونو كې راڅرګنديږي . دا وايي چې په مياشت كې دا اله د فلم څلور يا پنځه سحنې ډكوي .دا وايي ددې زياتره فلمونه روزنيزه بڼه لري . نوموړې وايي له اوسني حكومت څخه ډيره خوابدې ده . ددې استلال دادى چې ولسمشر كرزي هيڅكله په خپلو وينا ګانو كې دافغان سينما او تياټر نوم وانه خيسته او دوى ته يې ددې په وينا له سره پام نه كيږي . په مزار شريف كې د افغان فلم مسول محمد صادق سرمست زاده وويل چې افغان چارواكي دوى ته په ښه سترګه نه ګوري . دى وايي د افغانستان د سينما او تياټر ممثلين ډير بېوسه دي او نشې كولى چې په هوسا ډول خپل هنر وښيي . همايون بهار چې د(( اخرين مليكې زمين )) په نامه يوه فلم كې يې مركزي رول درلود ، د مزار شريف په ښار كې يوه زړه ماسكويچ ډوله ټيكسي چلوي . نوموړى وايي كه افغان فلمي لارښونكي وغواړي چې يوه ښه كيسه پر فلم واړوي نو ددولت له خوا هيڅ ډول مرسته نه ورسره كيږي خو كه يو بهرنى راشي او دلته خپل فلم ډك كړي بيا يې هرڅه په واك كې وركول كيږي . نوموړى د هندي فلم (( كابل اكسپريس )) يادونه كوي چې په دې وروستيو كې يې د ډكولو كار د افغانستان په بيلا بيلو برخو كې بشپړ شو . ښاغلى بهار وايي چې دى بدې اقتصادي ورځې دې ته اړويستلى دى چې د يوې زړې ټيكسي په چلولو سره د خپلې كورنۍ مالي اړتياوې پوره كړي . نوموړى وايي د هندي فلم (( كابل اكسپريس )) ستورو ته د پوليسو له خوا د ساتندويانو د وركړې سر بيره شوبلې او الوتكې د افغانستان د دفاع وزارت له خوا وركړل شوې او له تاوده هركلي سره مخامخ شول . دده په وينا دا ښه كار دى . دى وياړي چې د افغانستان دولت له اوږدو جګړو څخه وروسته اوس ددې وړتيا پيدا كړې ده چې له بهرنيو فلمي كمپنيو سره په دې هيواد كې د فلمونو د ډكولو پر مهال مرسته وكړي خو ټينګار يې دادى چې بايد دولت لومړيتوب كورنيو هنرمندانو ته وركړي او وې نازوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||