BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:37 گرينويچ 2006 ,08 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کاناډا کې د نوي هندي فلم "کابل اېکسپرېس" ننداره

"کابل اېکسپرېس"

سږکال د سپټمبر په اوومه نيټه، کاناډا کې د ټورنټو نړيوالې سنيما د هندي صعنت "باليووډ" يو نوى فلم چې "کابل اېکسپرېس" نوميږې د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې کړ.

په دغه فلم کې د يوولسم سپتمبر وروسته د افغانستان ځينې پېښې انځور شوې دې. "کابل اېکسپرېس" د کبيرخان فلم دي چې د افغانستان په اړه يي ډېر ډاکومېنټري (مستند) فلمونه جوړ کړي دي.

کبير خان چې يو هندى ډاريکټر او په خټه پښتون دى وايي "هميشه مي هيله لرله چې د افغانستان په اړه يو هنري فلم جوړ کړم او پدې وياړ م چې دغه فلم د ټورنټو ښار په سنيما کې وښودل شو.

جان ابراهام او وارثي چې د هند د باليووډ ستوري دي په دې فلم کې عمده رول لوبوى چې ورسره يو افغان د ډريور په توگه او يوه امريکايي ستورې هم مله ده.

په دې فلم کې جان ابراهام او وارثي هندي خبريالان دي چې د يوې امريکايي خبريالې او يوه پاکستاني طالب سره د افغانستان هغو سيمو ته ورځي چې طالبان په کې واکمنى کوى.

کابل اېکسپرېس
News image
 جان ابراهام پدې فلم کې د يوه خبريال په توگه کار کړى دى

کبيرخان چې ددغه فلم کېسه ليکونکى هم دي وايي " په افغانستان کې فلم جوړول اسانه کار نه دى او دي ادعا کوى چې د طالبانو لخوا ورته گواښونه هم کېدل."

ښاغلي خان د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې هغه څنگه پروډيوسران (فلم جوړونکي)دې ته کانې کړل چې په افغانستان کې فلم جوړ کړى.

"اديتيا چوپړا چې ددي فلم پروډيوسر دي هغه خبر وو چې زه د افغانستان په اړه څومره تجربه لرم او د فلم کېسه يې هم ډيره خوښه شوه خو اديتيا د هغى وروسته راغى چې ما د جان ابراهام او ارشد سره قرارداد کړى وو. که دى په لومړى سرکې راغلى وى نو کېداشي ما د خپلى خوښې سړى ټاکلى وى"

افغانستان په سيمه کې د فلمونو ستر بازار وۀ په ځانگړې توگه د هندي فلمونو خو د تيرو څو کالونو جگړې او د طالبانو لخوا په فلمونو او سينماگانو باندې بنديز دغه بازار ډير سوړ کړ او اوس د طالبانو له نسکوريدو راهيسى يو ځل بيا د هندي فلمونو بازار په دي هيواد کې ډير تود شوى دى.

پدې تيرو لسيزو کې دري هندي فلمونه په افغانستان کې جوړ شوي دي "خداگواه"، "طالبانو څخه تېښته" او "جانشين". ددي لړۍ نوى فلم "کابل اېکسپرېس" دى چې هيله کيږى د لرو بر افغانانو د خوښې وړ به وگرځي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نصرت پارسا ژوند ته کتنه
04 جون, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت