BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:24 گرينويچ 2006 ,04 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مسلمانې مډونا نورې پښتو سندرې

ډىىا
ډىىا په لويديځ او امريكا كې د مسلمانې مډونا په نامه مشهوره ده
ډىىا، چې په لويديځ او امريكا كې د مسلمانې مډونا په نامه مشهوره ده ، د بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې په رتلونكي البوم كې به يې درې پښتو سندرې ځاى ولري .

ددغه البوم يوه سندره يې د (( لورې )) په نامه وار له مخه د اډيو په ډول ثبت كړې ده .

ډىىا ،همدا راز د يو ځانګړي برښنا ليك له لارې راته وويل چې دا ډيره خوشاله ده چې د راتلونكي البوم لومړنۍ پښتو سندره يې چې (( لورې )) نوميږي ، په نړيواله كچه ستايل شوې او ددغې سندرې په اړه د غږ د مينه والو له خوا يې د زرګونو ستايونكو برښنا ليكونو له تر لاسه كولو څخه يې وروسته پريكړه كړې چې په دې البوم كې به يې د اردو ، پنجابي او انګريزي سندرو سربيره درې پښتو سندرې ځاى ولري او دا مهال نوموړې په امريكا كې ددغو سندرو پر ليكلو او ثبتولو لګيا ده .

ډييا ، د بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته په يو ځانګړي برښنا ليك كې د خپلې كورنۍ په اړه هم ليكلي دي

ډييا ،چې په لويديځ كې زيږيدلې او لويه شوې په امريكا او اروپا كې يې انګريزي سندرې ډير مينه وال لري او زښت ډير شهرت يې تر لاسه كړى دى .

خو پښتو ، اردو او پنجابي سندرو يې ددې شهرت نور هم پسې زيات او په ټول ختيځ او سويلي اسيا كې يې ورځ په ورځ د مينه والو شمير مخ په ډيريدو دي .

د لويديځ دغه اوه ديرش كلنه نوميالۍ او وتلۍ سندر غاړې نه يوازې په بيلا بيلو ژبو كې د هنر مينه والو ته يې په خواږه غږ كې سندرې اوروي بلكې غواړي چې د انساني حقونو د پر ځاى كولو لپاره هم خپلې مټې راونغاړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت