BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:48 گرينويچ 2006 ,04 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نصرت پارسا ژوند ته کتنه

نصرت پارسا ژوند ته کتنه

د افغانستان ځوان او تکړه سندرغاړى نصرت پارسا د ١٩٦٩ ميلادي کال کې د فبرورى په دوهمه نيټه د افغانستان په پلازمينه کابل کې په يوه هنري کورنۍ کې زيږېدلى وۀ.

نصرت پارسا چې نوې موسيقې يې د خوږو او محلي سندرو سره گډه کړې ، دافغانستان په دننه اوبهر کې يوه ستايل شوى څېره ده.

نصرت پارسا له کوچنيوالي څخه د موسيقي سره مينه لرله ، په کور کې به يې دخپل ورور نجيب پارسا سندرى په خوند اوريدلې. نجيب پارسا لمړنۍ څوک وۀ چې د نصرت پارسا په ژوند کې يې موسيقي ور گډه کړه او پدې برخه کې ېې ستره مرسته ورسره وکړه .

د موسيقى پدې سفر کې نصرت پارسا لس سي ډي ثبت کړې

نصرت پارسا چې د کلاسيکې موسيقى نامتو استاد حسين سراهنگ شاگرد و په کوچنيوالي کې يي په سندرو پيل وکړ او په لومړي ځل يي د نوي کال (نورز) د لمانځلو په پلمه د کابل په راډيو کې د افغانستان د نامتو سندرغاړي احمد ظاهر سندرې وويلې چې ډېرى خلکو دده سندرى خوښې کړې او دى يي د هنر زده کړې ته نور هم وهڅاوۀ.

احمد ظاهر چې د راډيوله لارې يي د نصرت پارسا په غږ کې خپلې سندرې اوريدلې وې ده ته يي خپل کور ته بلنه ورکړه چې هلته يي بيا په گډه سندرې وويلې.

نصرت پارسا په اووه کلنۍ کې په يوه راډيويي سيالۍ يوه سندره وويله او په ١٢ کلنۍ کې د خپلې کورنۍ سره پاکستان او بيا هندوستان ته کډوال شو.

نصرت پارسا دوه کاله د ډيلي ښار د موسيقى ښوونځي ته ورتۀ چې هلته يي د استاد بنډت دايش بانډي او ورسره ېې د کلاسيکې موسيقي د وتلى استاد منور على خان څخه زده کړه کوله.

نصرت پارسا د هندوستان څخه جرمنې ته کډوال شو او هلته د نامتو او تکړه غزل ويونکي غلام على خان شاگرد شو.

نصرت پارسا چې په پښتو او دري ژبو يي سندرى ويلې په ډيره کمه موده کې وځليد او په نړې کې يي د ډيرو اوريدونکو په زړونو کې ځاى وموند.

نصرت پارسا به ويل: "هنر، ادبيات او موسيقي په ټولو خلکو باندې داسى ژور او بې ساري اغيزه لري چې پوله نه پيژني".

نصرت پارسا
News image
هنر، ادبيات او موسيقي په ټولو خلکو باندې داسى ژور او بې ساري اغيزه لري چې پوله نه پيژني

د موسيقى پدې سفر کې نصرت پارسا لس سي ډي ثبت کړې او په استراليا، کاناډا، امريکا، انگلستان او جرمني کې کنسرتونه هم ورکړي دي.

د نصرت پارسا لمړنۍ سي ډي د رگا نوميږي چې په ١٩٩٢ ميلادي کال کې يي ثبت کړې او بيا يي د دنيا، گوهر، سايه، جرمنى کې ژوندى کنسرت ، هندي سندرې ، ناز اوپه ٢٠٠٤ کال کې يي د دل (زړه) سي ډي گانې جوړې کړې دي.

نصرت پارسا د ٢٠٠٥م ميلادى کال د مى په ٧ مه نيټه د مور د ورځې د لمانځلو په پلمه د کاناډا به ونکوور ښار کې کنسرت درلود چې لږ تر لږه ٥٠٠ مينوالو پکې گډون کړى وو.

د نصرت پارسا ورور نجيب پارسا وويل چې کنسرت په خوږو غزلونو او نرمو سندرو بيل شو خو يو شمير ځوانانو د نصرت نه د مستو سندرو غوښتنه وکړه. نصرت د ځوانانو د ډيرې نارامۍ وروسته د دوي وړانديز رد کړ اووي ويل چې دا کنسرت د مور د ورځې به وياړ جوړ شوى او دى د ميندو لباره نرمې سندرې وايي.

نجيب باسار زياتوى : "د کنسرت تر ختمىدو وروسته مونږ هوټل ته د ستنېدو په حال کې وو چې څو افغان ځوانانوله کنسرت نه څارلي وو او د هوټل په زينو کې يي په نصرت باندى ناڅابي گوذار وکړ. نصرت په سختۍ سره به زينو کې راوليد خو امبولانس په بيړه راورسيد او نصرت يي د ونکوور روغتون ته ورسوو، د روغتون ډاکټرانو ډيره هڅه وکړه چې د نصرت به مغزو کې د وينې جريان کنترول کړي خو د نصرت مغز له کاره لويدلى وۀ . اووه ساعته وروسته هملته ومړ.

د مى نهمه اوتنکۍ غرمه وه.

د نصرت پارسا مړينې ټول ځوانان هېښ کړل او ځاى ېې د مينه والو په منځ کې خالي دى . کورنۍ اودوستانو ته ېې صبر اوحوصله غواړو.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت