|
د هاليوډ ستورى له ناقانونه درملو سره | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هاليوډ وتلى ستورى سيلسټر سټالون دناقانونه درملو پر ليږد پړ وبلل شو او ددې پړې په وړاندې به جرمانه ورکوي . نوموړى د اسټراليا د نيو ساوت ويلز په ښار کې پر ١٠٧٠٠ امريکايي ډالره جريمه شو. ښاغلي سټالون هم پړه منلې خو د محکمې د پريکړې پر وخت نه وو . پر سټالون تور وو چې په فبرورۍ کې يي اسټراليا ته د سفر پر مهال له ځان سره ناقانونه درمل ليږدول چې اسټراليا ته يي پر ليږد بنديز لږيدلى دى . د سډني په هوايي ډگر کې د پلټنې پر مهال پوليسو د ښاغلي سټالون له بکس څخه د ناقانونه درملو ١٤ بوتله تر لاسه کړل . محکمې نوموړي ته دغه سزا ځکه ورکړه چې د ډاکټر له نسخې پرته يي دغه درمل اسټراليا ته ليږدول. راپورونه وايي کله چې وروسته بيا پوليس هوټل ته د نوموړي د خونې د پلټلو لپاره ورغلل هغه ددغو درملو څلور نور بوتلونه له کړکۍ بيرون وغورځول. محکمې وويل چې د هاليوډ دې ستوري دغه درمل په ناقانونه توگه کارول . ددغو درملو په اړه ويل کيږي چې د بدن د غوړو کچه راټيټوي ،عضلات پياوړي کو او جنسي ځواک ډيروي . ښاغلى سټالون چې د ريمبو په نامه هم شهرت لري د(( راکي )) د لړۍ په اوږدو کې دخپل نوي فلم د چمتو کولو لپاره د روان کال د فبرورۍ په مياشت کې اسټراليا ته ورغلى وو . | ورسره تړلي نور خبرونه هاليوډ: پر القاعدې فلم جوړو25 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||