|
سنجې دت له بلې محکمې سره مخامخ دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ممبئ کې د ١٩٩٣ کال د بمي بريدونو ځانگړې محکمې هغه سړي ته چې د فلمونو وتلي ستوري سنجې دت ته وسله ورکړې وه د ١٠ کلن سخت بند د سزا واوروله او ٢٠٠ زره هندي کلدارې يې جريمه هم کړ . د ټاډا په نامه يوې ځانگړې محکمې د فلم جوړنکي سمير هنگورا سر بيره څلور تنه نور هم پړه وبلل . محکمې پر ښاغلي هنگورا تور ولگاوو چې د مافيايي ډلو په خوله يي د ستوري سنجې دت کور ته اې کې ٥٦ ډوله ماشينگڼې او لاسي بمونه ليږدولي وو . د محکمې په وينا سنجې دت دوه ماشينگڼې او لاسي بمونه بيرته ورستانه کړي و . د سنجې دت په اړه تر اوسه محکمې خپله پريکړه نه ده په ډاگه کړې .خو له دې وړاندې د ښاغلي دت محکمه رابلل شوې ده . محکمې سنجې دت د ټاډا د قانون له مخې پړ نه دى پيژندلى بلکې د وسلو د گرځولو تور ورباندې دى چې سزا يي پنځه کاله بند دى . د هند دې محکمې د ١٩٩٣ کال د مى د مياشتې له ١٨ نيټې څخه پلټنې پيل کړي او تر اوسه پورې يي ددغې پيښې په اړه ٦٣ تنه پړه پيژندلي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه شارخ خان د مادام تساو په موزيم کې 26 مارچ, 2007 | خبرونه د اميتابچن زوى له ايشورايا سره کوژده وکړه15 جنوري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||