BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:03 گرينويچ 2007 ,26 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شارخ خان د مادام تساو په موزيم کې

ددې مجسمې د پرانيستې لپاره ځانگړي مراسم په پام کې نيول شوي دي
ددې مجسمې د پرانيستې لپاره ځانگړي مراسم په پام کې نيول شوي دي
د باليوډ ځلانده ستورئ شارخ خان د نړۍ د نومياليو څيرو په نوملړ کې ورزيات شو.

دده مجسمه به د مادام تساوو په لرغونتون يا ميوزيم کې د هاليوډ د وتلو ستورو بريډ پېټ ، روبي وليمز او وين روني د مجسمو ترمنځ په داسې حال کې راڅرگنده شي چې په شونډو به يې مسکا خپره وي .

ددې مجسمې د پرانيستې لپاره ځانگړي مراسم په پام کې نيول شوي دي .

د يو شمير نورو نومياليو څيرو په وړاندې د اپريل پر دريمه نيټه ښاغلئ خان له دې مجسمې ځانگړئ پوښ ليرې کوي .

پر نوموړي د ٤٥ دقو يو بل فلم هم جوړ شوئ چې دده د گرد اصلي ژوند انځور ښيي .

له دې وړاندې د باليوډ د يوبل ستوري اميتاب بچن مجسمه هم په همدې لرغونتون کې جوړه شوې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت