|
هندي ستوري:د جايزې لپاره گډاکو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د انگلستان د يارک شاير دشيفلډ په سيمه کې د باليوډ د سينما په کلنۍ نړيوالې جايزې ايفا کې د ((رنگ دي بسنتي)) په نامه د عامر خان فلم چې جوړونکى او لارښود يې راکيش اوم پرکاش مهرا دى پنځه جايزې واخيستې او لومړى ځاى او د ښه فلم نوم يې خپل کړ . په دې مراسمو کې چې د هند د سينما وتلو ستورو گډون درلود ،ابېشک بچن او اېشورياراى د١٢٠٠٠ مينه والو او نندارچيانو پام ځان ته اړولى وو . د (( کرش )) په نامه فلم کې د ريتک روشن ښه ونډه وستايل شوه او ددې لپاره د ښه ستوري په توگه غوره شو . د (( کبي الوداع نه کهنا)) په نامه فلم کې د ښه کار له کبله راني مکرجي د ښې ستورې په توگه وپيژندل شوه او دې دواړو ستورو دغه جايزې يې هم وگټلې. ((لگې رهو مونه بهايي )) اغيزې په دې مراسمو کې خپرې وې او ددې فلم لپاره يې راجکمار هيراني ته د ښه ستوري جايزه ورکړه .
کله چې درمندر د((لايف ټايم اچېومنټ په نامه دغه جاېزه اخيستله نود پروگرام چلونکې او د باليوډ ځلانده ستوري اميتاب بچن غاړه ورکړه او په غيږ کې يې ونيوه
ريتک روشن د کال د راڼه ستوري په توگه وپيژندل شو او همدا جايزه يې د (( کرش)) د فلم کار له کبله وگټله
درمندر يې له دواړو زامنو سره د سټيج سر ته راغى او له تود هرکلي سره مخامخ شو.
سلمان خان هم د هند نورو ستورو او د باليوډ زرگونو مينه والو ته د خپل هنر ښودنه وکړه له ډيرې په زړه پورې گډاسره .
کنگنا ريناوټ د ښې نوې روزل شوې ستورې جايزه واخيستله .
ددې سره سره چې بيپاشا باسو دپروگرام چلونکې وه خو د خپلو ښو سندرو ننداره يې هم وړاندې کړه او ديره د خوند گډا يې وکړه .
رنگ دي بسنتي د يو داسې فلم په توگه چې د نړۍ په گوډ گوډ کې يې ډير ليدونکي او مينه وال لرل . راکيش اوم پرکاش مهرا ته چې ددغه فلم لارښودوو ،د ښه ډايريکټر جايزه ورکړل شوه .
شلپا شيټي په نړۍ کې هغه وخت ډيره مشهوره شوه چې د روان کال په پيل کې يې د برتانيا د يو ټلويزوني چينل په ژوندۍ خپرونه بگ برادر يا مشر ورور کې لومړى ځاى وگاټه . دلته يې يوځل بيا خپل هنر وښود
اميتاب بچن يې له زوى ابېشيک سره ونڅيده . | ورسره تړلي نور خبرونه د هندي فلمي ستوري په کور کې ډزې وشوې16 اگست, 2006 | خبرونه کاناډا کې د نوي هندي فلم "کابل اېکسپرېس" ننداره08 سپتمبر, 2006 | خبرونه آيشواريا راى ته له ناقانونه لارې پيسې استول شوي16 نومبر, 2006 | خبرونه افغانستان له هنده د يوۀ فلم پلټنه غوښتې05 جنوري, 2007 | خبرونه هاليوډ: پر القاعدې فلم جوړو25 مۍ, 2007 | خبرونه سنجې دت له بلې محکمې سره مخامخ دى 01 جون, 2007 | خبرونه دهاليوډ ستوري خپل کالج ته پيسې ورکړې07 جون, 2007 | خبرونه په پښتو فلمونو کې پنجابۍ نجونې07 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||