 | | | خبريالان وايي ښايي آيشواريا راى خبره نه وي چې چا دې ته له هالنډه دومره ډيرې پيسې را استولي |
د هند د گمرکونو چارواکي وايي دوى به د باليوډ سينما له وتلې ستوري آيشواريا راى نه د هغو ٢٤٠٠٠ زوه ايرو(٣٠٠٠٠ډالرو) په اړه پوښتنې گرويږنې وکړي چې دى ته په يوه ورکنومي پاکټ کې استول شوي. چارواکي وايي پر استول شوي کڅوڼې څه څرگندونې ليکلې شوي خو د پيسو په اړه يادونه پکې نه ده شوې او د دوى په وينا داسې چاره د هند د گمرکونو له قانون سره په ټکر کې ده. خبريالان وايي ښايي آيشواريا راى خبره نه وي چې چا دې ته له هالنډه دومره ډيرې پيسې را استولي. اوس مهال آيشواريا په راجستان کې د يوه فلم په ډکولو بوخته ده او د پيښې په اړه يې کوم غبرگون نه دى ښودلى. خبريالان وايي ښايي د گمرک چارواکي د دغې اونۍ په پاى کې آغلې آيشواريا ته د پوښتنو لپاره ورشي. |