|
نيزونو بيا د بدخشان خلک وځپل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې يو ځل بيا دبارانونو د ورښت له کبله نيزونه راوتلي او د وردوج په ولسوالۍ کې يي يو کلى وړى دى . په سيمه کې د بي بي سي يو خبريال وايي څه له پاسه ١٠٠ کورنيو چې ددې کلي اوسيدونکي وو څيرمه کليو ته ليږدلي . دا په درې ورځو کې دوم ځل دى چې د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ خلک د نيزونو د راوتلو له امله مالي زيانونه گالي . د تيرې شپې په نيمايي کې د سيلاو څپو ددغې ولسوالۍ د اورچي او سر دې کلي وځپل . د اورچي په نامه يو کلى چې گرد سره له منځه تلى دى له ١٠٠ څخه ډيرو کورنيو يي د څيرمه کليو جوماتونو او ښونځيو ته پنا وروړه . دراپورونو له مخې دغه خلک خوراک او پوښاک ته په بيړني ډول اړتيا لري . د بي بي سي يو خبريال چې ځپل شوې سيمې يي له نژدې ليدلي وايي چې په دغو کليو کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى خومالي زيانونه يي زښت ډير اړولي دي . له څاريو نيولې د کورنيو تر شتمنيو پورې سيلاونو هرڅه ترې وړي او ځپل شوي خلک د مرستو په تمه شيبې شميري . | ورسره تړلي نور خبرونه فارياب کې سيلابونو ٧ تنه وژلي 01 مۍ, 2006 | خبرونه بادغيس کې سيلاونوډيره مرگ ژوبله اړولې ده 17 نومبر, 2006 | خبرونه سيلاب ځپلو ته د مرستو دکموالي په اړه انديښنې 21 نومبر, 2006 | خبرونه م م: زرگونه افغان کوچنيان د لوږې له ننگونو سره مخ دي 11 دسمبر, 2006 | خبرونه د ارزگان سېلابونو درانه تاوانونه اړولي25 مارچ, 2007 | خبرونه افغانستان کې سېلابونو گڼ کسان وژلي01 اپريل, 2007 | خبرونه بدخشان کې سيلابونه د ويجاړۍ سبب شوي 04 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||