|
افغانستان کې سېلابونو گڼ کسان وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو په ترڅ کې په لسگونو کسان وژل شوي او گڼ شمېر نورو ته مالي زيان اوښتى دى. خو د افغان حکومت شميرې ښيې چې په وروستيو سېلابونو کې تر اوسه يوازي ١١ کسان وژل شوي او١٠ زره نورو ته زيان اوښتى دى. که څه هم د مالي زيانونه په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي، خو د ناتائيدو شويو راپورونو له مخې په زرگونو جريبه ځمکه ويجاړه شوې او زرگونو څاروي ترې تم شوي دي. افغان چارواکي وايي له ډيرو بې ځايه شويو کورنيو سره يې بيړنۍ مرستې کړي او ځينو نورو ځايونو ته به له يوۀ پلان سره سم مرستې ورسوي، خو سيمه ييز اوسېدونکي د افغان چارواکو دغه خبرې نه مني چې گواکې له دوى سره بيړنۍ مرستې شوي دي. له دغو سېلابونو څخه پلازمېنه کابل هم خوندي نه دى پاتې شوى. دلته سيند ته نژدې پرتې ځينې کورنۍ د بيړنيو مرستو غوښتنه کوي. د افغانستان د حوادثو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي چې دوى له ډيروسيلاب ځپلو کورنيو سره بيړنې مرستې کړي او د اوبو د مخنيوي لپاره يې ځينې گامونه اوچت کړي دي. وروستيو بارانونو او سېلابونو نه يوازې د کابل سيند ترغاړې گڼ شمير کورونه ويجاړ کړي، بلکې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې يې په سلگونو کورنه، پلونه پرتې لارې، دوکانونه او زرگونو جريبه کرنيزې مځکې هم ويجاړې کړي دي. د راپورونو له مخې د افغانستان په ختيځ ولايت کونړ کې د سېلابونو له امله ٧ کسه وژل شوي او د لسگونو کورنيو د ژغورنې لارې بندې شوي دي. سيمه ييز اوسيدونکي وايي چې تر دامهاله له دوى سره کومه مرسته نه ده شوې. په ارزگان ولايت کې سېلابونو يو شمير کورونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې کړي دي. د ارزگان د والي وياند قيوم قيومي له ناحکومتي ادارو وغوښتل چې د دغه ولايت سېلاب ځپلو کورنيو ته دې بيړنې مرستې ورسوي. همدارنگه په ننگرهار او نورستان ولايتونو کې سېلابونو نژدې ٢٠ کسان وژلي او سلگونو څاروي يې وړي دي. په دغو ولايتونو کې سېلاب ځپلۍ کورنۍ د بيړنيو مرستو غوښتتنه کوي. په دايکندي، پروان، بدخشان او بلخ ولايتونو کې سېلابونو شاوخوا ٢٠ کسان وژلي او گڼ شمير نور يې بې ځايه کړي دي. د پروان د فوايد عامې د رياست مشر سيد يونس نجفي زاده وايي د سالنگ لاره به ډير ژر د ترافيکو پر مخ پرانستل شي. د ناتائيدو شويو راپورونو له مخې، د افغانستان په مرکز، سويل او ختيځو ولايتونو کې هم سېلابونو ډيرو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي خو تر اوسه د وژل شويو کسانو د کره شمېرې په اړه څه نه دي ويل شوي. | ورسره تړلي نور خبرونه د ارزگان سېلابونو درانه تاوانونه اړولي25 مارچ, 2007 | خبرونه فارياب کې سيلابونو ٧ تنه وژلي 01 مۍ, 2006 | خبرونه بادغيس کې سيلاونوډيره مرگ ژوبله اړولې ده 17 نومبر, 2006 | خبرونه سيلاب ځپلو ته د مرستو دکموالي په اړه انديښنې 21 نومبر, 2006 | خبرونه م م: زرگونه افغان کوچنيان د لوږې له ننگونو سره مخ دي 11 دسمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||