|
سيلاب ځپلو ته د مرستو دکموالي په اړه انديښنې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د سرې ميا شتې ټولنه وايي زرگونو کورنيوته وروستيو سيلابونو زېان اړولي او په ټول افغانستان کې نژدې سل تنه وژل شوي يوه خبرې ناستې ته ددغې ټولنې چارواکو وويل يو شمېر سيمو ته يې مرستې رسولي . او د نورو مرستو لېږل يې پيل کړي . د افغاني سرې مېاستي دکومکونو د رسولو مشر عبدالرحمان کلانتري وويل دم گړى د ٥ زره کورنيو لپاره مرستې په واک کې لري . په دغو مرستو کې خيمې ، شړۍ خوراکي تو کې او ځېنې نور اړين توکي شامل دي . سيلاب ځپلو کورنيو ته په کتو سره دغه اندازه ډېره کمه ښکاري .خو ښاغلي کلانتري واېې نورې مرستندويه ټولنې او افغان حکو مت هم بادغېس په گډون سيلاب ځپلو سيمو ته مرستي ليږلي خو داټول کارونه په سېمې پورې وتړل. (( زموږ توکي پڅ نه دې روان موږ په همغه ورځ مو گام پورته کړ. په همغه ورځ دبادغېس مرکزته مواد وړل شوي او تر اوسه هملته دي ځکه لاره خرابه ده . ځېنې نور پيا وړې ادارې د بالامرغاب سېمې ته رسېدلي خو دهغوى يو شمېر کاروانونه هم په لارو کې بند پاته دي )) دا مهال سختو ورانونکو سيلابونو د افغانستان د لويديځ ، سويل لويد يځ او شمالي ولايتونو يو شمېر سيمې ځپلي افغان حکومت او بهرنيو مرستندويه ټولنو هم بېلابېلو سيلاب ځپلو ته د مرستو د لږلوخبر ورکړي . سيلاب ځپلې بادغېس ته پر سرې مېاشتې سربېره د هرات او فاياب له لارې افغان حکومت او د ولايتي بيا رغاوني ډلگۍ يا پي ار ټي هم دمرستو د لېږلو خبر ورکړي . ((غورماچ ته نه زموږ او نه د بل چا مرستې تردې دمه رسېدلي . او د غورماچ دولسوالى تلفات هم لاندي معلوم . هلته مو ېو معلوماتي ډلگۍ استولې . سيلابونه په افغانستان کې سړکونه ورانوي او دولتي ادارې هم ډېرې پيا وړې نه دي چې له نورو لارو او وسايلو کارو اخلي ،افغانستان غرنى هېواد دى کله چې لارې يې بند ې او هوايي ورېځ شو ه نو ر هيڅ نه کيږي .)) په افغانستان کې د ژمي يخې څپې هم له دغو بارانونو سره راښکاره شوي او د زرگونو بې کوره شويو سيلاب ځپلو ورځني ژوند يې له کړاونو سره مخامخ کړي . په داسې حال کې چې دولسمشر کرزي ددوهم مرستيال کريم خليلي تر مشرى لاندې دحکومت په دننه کې د اضطراري حالاتو کميسيون له پخوا مو جود وو داسې نه ښکاري چې د دغه سيلاب ځپلو سره دې مرسته هغه ډول وي چې دوه مياشتې وړاندې دغه کميسيون د تياري څرگندونه کړې وه . خو خلک په پرله پسې توگه له دولت او مرستندويه ټولنو څخه د زياتو مرستو غوښتنه کوي . خو دسرې مېاشتې لېږل شوې مرستې په څو سوه خيمو ، زرگونو شړيو داوبو اوپخولو په ځينو لوښو او يوه اندازه درملو باندې خلاصه کيږي . او ويل کيږي چې حکومتي مرستې هم ورته څرنگوالى لري چې تر اوسه پورې د مرسته شويو تو کو اندازه او د پيسو شمېره نه ده په ډاگه شوې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||